اسلام آباد۔26 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او تركي?? ترمينځه كلتوري تړون ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د پاكستان او تركيه تلپاتې ملګرتيا پولو ته اړتيا نه لري٬ دواړه هېوادونه يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د سېلګرۍ په څانګه كښې پراخه موقعې موجود دي ٬ د یونس اېمرے انسټیټیوټ جوړېدو س??ه به پ?? ترك كلتور پوهېدو كښې مرست?? ترلاسه شي۔ د زيارت په ورځ دلته د یونس اېمرے انسټیټیوټ ، ترکش کلچر سنټر پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل د پاكستان او تركي?? ترمينځه د ورورولۍ تلپاتې اړيكې پولو ته اړتيا نه لري۔ ده ووئيل د عظيم صوفي شاعر یونس اېمرے ٬ څوك چې يونس دروېش هم بللے شي٬ شاعري او متلونه نن هم پ?? ترك كلتور كښې اهميت لري۔ وفاقي وزير ډاکټر خلیل توکار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه چې په پاكستان كښې پاتې كېدو سره څنګ?? ترك كلتور ته وده وركړه د ستائنې حق لري۔ وفاقی وزیر تركيه سره همكاري زياتولو له په استنبول كښې هېډ آف کمیونیکېشن سره د خپل ملاقات ذكر وكړو۔ ده ووئيل په كلتوري توګه مونږ داسې يو بل سره تړون لرؤ چې د علامه اقبال يو ??زار په قونيه كښې هم دے ٬ د مولانا رومي مزار سره د علامه اقبال علامتي قبر جوړ كړے شوے دے٬ دا تعلق بيانول مشكل دي۔ ده ووئيل د یونس اېمرے انسټیټوټ کلچرل سنټر س??ه به كلتور او د اولس ترمينځه دوه اړخيزه تړون لا زيات شي او د تركيه په كلتور پوهېدو او ددې مخ په وړاندې بوتللو كښې به مرسته تر لاسه شي۔ عطاء تارړ د كلتوري تبادلو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه تړون زياتولو له دې سيمينارز وكړے شي ٬ تھنك ټېنكس دې كښېنولې شي٬ دغسې پاك تركيه اړيكو ته وده وركولو له دې اقدامات وكړې شي۔ وفاقی وزیر د سترو شاعرانو ډاکټر علامه اقبال او یونس اېمرے حوالې سره د كلتوري ګروپس تشكيل كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاكستان او تركيه شاعران او اديبان دې د يو بل د هېوادونو دوره وكړي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د دې عظيم شاعرانو كار مخ په وړاندې بوځؤ چې ورس??ه به د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه همغږي پېدا شي او مونږ به نړۍ ته د امن ٬ ورورولۍ او همغږۍ پېغام وركړے شوو۔
Nguồn bài viết : Dự đoán XSMB