اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان حكومت هېواد څخه د بشري قا??اق په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري٬ په يوه اونۍ كښې دې په بشري قا??اق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د هغوي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي٬ د داخله وزير په مشرۍ كښې دې د قا??اق مسئلې تلپاتي حل لټولو له كمېټي جوړه كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د بشري قا??اق مخنيوي له د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روانې مياشتې په مهال يونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو كشتۍ ته ورمخې ته شوې پیښه بندې د مشتاق سكھيرا په مشرۍ كښې د ج??ړې كړې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم د بشپړ رپورټ په مرتب كولو د مشتاق سكھيرا من??ه وكړه۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په يوه اونۍ كښې دې بشري قا??اق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د دوئي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ وزيراعظم په بشري قا??اق كښې د ككړو په ضد د استغاثې عمل لا فعاله كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم پوښت??ه وكړه چې په بشري قا??اق كښې د ككړو كسانو سهولت كارو سركاري چارواكو په ضد تر دې دمه تاديبي كارروائي ولې ونكړې شوه؟ وزیراعظم هدایت وكړو چې بهر هېوادونو ته تلوونكو ټولو وګړو لپا??ه دې د وېزې كره كتنه او نور قواعد او ضوابط فعاله كړې شي٬ حكومت هېواد څخه د بشري قا??اق بشپړه خاتمې له لوظي دے۔ وزیراعظم د داخله وزير په مشرۍ كښې د بشري قا??اق مسئلې حل لټولو له د كمېټۍ جوړولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې بشري قا??اق په ضد د پورته كړے شوو ګامونو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ په غونډه کښې د روانې مياشتې په مهال یونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو د کشتی پېښه كښې د مړو شوو پاكستانيانو شناخت او د هغوی مړي وطن ته رارسولو كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه کښې د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر احد خان چیمه، د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ، خصوصی مرستیال طارق فاطمی او د اړوندو ادارو نور اعلی چارواكي موجود وو۔
Nguồn bài viết : CMD Thể Thao